لس داعشیان د سولې له پروسې سره یو ځآی شول

comments 0

0 Views

هندوکش:ننګرهار کې د يو قوماندان په ګډون لس داعش وسله وال د سولې له بهير سره يوځاى شول.

ننګرهار ولایت د ملي امنیت مؤظفینو د هلو ځلو په ترڅ کې لس داعش وسله والو له جګړې څخه لاس واخیست او د خپلو درنو او سپکو وسلو سره یو ځای د سولې بهیر سره یو ځای شول .

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د يادو وسله والو د يوځاى کېدو په تړاو رسنيو ته وويل، چې دغو وسله والو تر دې وړاندې د اچين او نازيانو په ولسوالیو کې تخریبي او ترویستي کړنې ترسره کولې .

ده زياته کړه، د ملي امنيت ادارې د موظفينو په هلو ځلو يادو کسانو په خپلو تېرو کړنو پښېماني څرګنده کړه او د سولې له بهير سره يوځاى شول.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې د سولې له بهير سره يوځای شوو وسله والو خپلې درنې او سپکې بېلابېل ډوله وسلې چې په کې کلاشینکوفونه، پیکا او تومانچې شاملې وې، هم د ملي امنيت ادارې ته وسپارلې.

د يوځای شوو وسله والو قوماندان نيازګل وويل، چې دی د اچين د پېښې خوړ او باغ درې سيمو کې د داعش ډلې د استخباراتو کارمند و او ډيرو دولت ضد فعاليتونو کې يې برخه اخېستې ده.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply