لسګونو کلیوالو ميرمنو خپل تولید شوي لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړل

comments 0

هندوکش ـ کابل:لسګونو کلیوالو میرمنو خپل لاسي صنايع او په کور کې تولید شوي توکي نندارې ته وړاندې کړل.

د  کلیوالو میرمنو د لاسي صنايعو په ۱۲۷ نندارتون کې سلو وړو او ستروکلیوالو متشثبینو خپل توکي نندارې ته وړاندې کړل.

د کلیو پراختيا سرپرست وزیر مجيب الرحمن کريمي ددې نندارتون څخه موخه د کلیوالو میرمنو د اقتصادي وضعيت ښه والی بولي او په خبره يي په دې نندارتون کې د پنځو ولايتونو میرمنو خپل تولید شوي توکي نندارې ته وړاندې کړي دي او په پام کې ده دا لړۍ پنځلسو نورو ولایتونو ته هم وغځيږي.

ځينې متشبثينې میرمنې وايي د کورنیو توکو د بسته بندۍ ټيټ کيفيت او د ورته بهرنیو توکو رانګ ددې لامل شوی دی څو کورني لاسي توکي د هیواد په بازارونو کې خپل ځای پيدا نشي کړای.

ځينې متشبثې ميرمنې ادعا کوي  که حکومت  ورته د دايمي نندارتونونو زمینه سازي وکړي د دوی بازار به د هرې ورځې په تیریدو سره ګرم شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments

Leave a Reply