لجه منګل کې بریدونه په شا تمبول شوي

comments 0

هندوکش – پکتیا: پکتیا په لجه منګل ولسوالۍ د وسله والو ډلییز برید په شا وتمبول شو.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي وایي چې تیره شپه لسګونه وسله والو پر ولسوالۍ او امنیتي پوستو بریدونه وکړل خو افغان ځواکونو په شا وتمبول
تبسم وایي چې دواړه خواوې مرګ ژوبله لري خو له دوی سره یې کره شمیر نشته.
یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي چې دغه ولسوالۍ کې یوه پوسته سقوط شوې او د ملي امنیت مدیر په ګډون تر لسو سرتیري وژل شوي دي
سرچینه زیاتوي چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې تر ۱۵ وسله وال هم وژل شوي دي.
عمران احمدزی

Comments