لا هم د ټاکنو ۸ دفترونه تړلي دي

comments 0

هندوکش – کابل: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، مرکزي دفتر یې له دولس ورځې ځنډ وروسته کار پيل کړ، خو لا هم د ټاکنو کمېسیون اته ولایتي دفترونه د اعتراض کوونکو لخوا تړل شوي چې کمېسیون یې له حکومت د خلاصون غوښتنه کوي.
ټاکنو کمېسیون کمشنر حفیظ الله هاشمي وايي، د اعتراضونو له امله یې د کار حجم ډېر زیات شوی او که حکومت ولایتي دفترونه ورته خلاص نه کړي په ټاکنیزه پروسه بده اغېزه ولري.
دا مرکزونه په ولایتونو کې معترضینو تړلي او اجازه نه ورکوي چې د ټاکنو کمېسیون کار وکړي.
د ټاکنو دفترونو تړلو سره کمېسیون له زماني مهالویش پاتې شوی دي.
د مالوماتو له مخې باید د اسد په درویشتمه د رایې ورکوونکو وروستی نوملړ اعلان شوی وای، خو تر اوسه د نیمايي کسانو مالومات هم نه دي ثبت شوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments