لاهور کې سخت سیلابونه راوتلي

comments 0

هندوکش – پاکستان:د پاکستان لاهور کې سختو سیلابونو د خلکو ژوند ستونزمن کړی.
د لاهور اوسیدونکي وايي دا سیلابونه په تیرو ۳۸ کلونو کې بې ساري وو.
دغو سیلابونو د موټرو او پلي خلکو د تګ راتګ لارې تړلي او د سیمې اوسیدونکي یې اړ کړي چې کار ځای ته هم له کښتیو کار واخلي.
د شدیدو وروښتونو له امله دغو سیلابونو تر دې دمه د شپږو کسانو ژوند هم اخیستی دی.
د سیمې اوسیدونکي وايي د پنځه دقیقو مزل یې دوه ساعته وخت نیسي.
د پاکستان د هوا پیژندنې چارواکي وايي دغه ورښتونه به راتلونکې ۴۸ ساعتونه هم دوام پیدا کړي.
دادان وزیري

Comments