لانګ وار ژونال:د حقاني شبکې د زوال شيبې

comments 0

هندوکش: بهرنۍ خپرونې لانګ وار ژورنال په وروستیو کې په قبايلي سيمو کې پر حقاني شبکې د امریکا وروستیو موخه ایزو بريدونو ته په لنډه کتنه کې يو ډول ويلي دي چې نور نوحقاني شبکه د پاکستان له ژمنو سره سره خوندي نه ده.

د خپرونې په خبره:« په کورمه کې پر يو مهم مرکز بريد او بیا د پنځو مهمو قومندانانو وژل کيدل په داسې يو حالت کې پاکستان کاناډايي اوامریکايي جوړه خوشې کړه او دوی غوښتل يو ډول له امريکا څخه امتیاز واخلي خو کيسه برعکس شوه.»

د خپرونې په خبره:« که څه هم تر اوسه پاکستان يو ډول چوپ دی او لا يي نه ده تاييد کړې چې په وژل شویو کسانو کې د حقاني شبکې څومره مهم غړي شامل دي ولې دا اوس ټول مني او پاکستان يي هم تاييدوي چې بريد پر يو ډیر مهم او پټ ځای باندې شوی دی.»

يو پاکستاني د نوم نه ښودلو په شرط ځينو نورو رسنیو ته ويلي دي چې د امريکې ددې بريد موخه په کورمه کې د حقاني شبکې د روزنیزو چارو مسول ابوبکر حقاني وو او يادبريد دقيق پر هغه روزنیز مرکز شوی دی چیرته به چې تنکي ځوانان په افغانستان کې ځانمرګو بريدونواو نورو وحشتونو ته روزل کيدل.

بلخوا يوې پاکستانۍ سرچينې يوې بهرنۍ رسنۍ ته ويلي دي:« موږ حقاني شبکې ته ډاډ ورکړی وو چې په افغانستان کې به زموږ خبره مني او دوی به په پاکستان کې خوندي وي خواوس که څه هم حقاني شبکه زموږ اهداف ډير ښه په نښه کوي او هره خبره مو مني خو له امريکايي پټول ناشوني دی.»

ياده سرچينه وايي:« پخوا موږ له امريکې سره ښه وو په آی اس ای کې ځينې داسې کسان هم وو چې د حقاني شبکې د ټولو روزنیزو مراکزو پټ کورديناتونه يي له سي آی اې سره شريک کړي وو او هغه بريد چې په کورمه کې وشو موږ ته يي وښوده چې دوی ته ډير څه معلوم دي.»

نوموړی وايي:« په وزیرستان کې زموږ مشوره حقاني شبکې ته دا وه چې دوی به ځينې سرحدي سيمې ناامنه کړي په پکتيکا کې به يو ډول يو خيالي بيس رامنځ ته کړي موږ به په پوله کې خپل کار کوو او دوی ته به تګ راتګ هم لږ آسانه وي خو وينو چې هلته هم ستونزې ډيرې دي ځکه افغان سرتيري مقاومت کوي او د افغانستان په مرکزي حکومت کې پاکستان ضد روحیه هره ورځ پياوړې کيږي.»

يو پاکستاني سياسي شنونکي بیا په کورمه کې وروستي موخه ایز بريدونه پاکستان ته خبرداری بللی دی، نوموړی وايي:« موږ خو پاکستان ته خصوصا آی اس ای ته ډير وویل چې د نړۍ په سترو لوبو کې له ترهګرو د استفادې پاليسي نوره ناکامه ده موږ دومره تاوانونه وکړل چې په افغانستان کې زموږ پر ضد کرکه تر اسراييلو هم پورته ده، پاکستان اول دا نه وه درک کړې دوی داسې فکر کاوو چې په ځينو کړنو به ذهنیت بدل کړي خو اوس وينو چې د دوه نيم ميلياردو ډالرو خالص اقتصادي صادارات مو افغانستان ته ايله بیله ۱۵۰ ميلیونو ډالرو ته رسيدلي دي.»

نوموړی شنونکی وايي:« اشرف غني په منځۍ او مرکزي آسیا مين دی دی د نورو افغان سياستوالو برعکس سياست کوي له همدې امله خو يي موږ ته بیخي شاه کړې او هڅه کوي په تدريجي ډول موږ له ستونزو سره مخ کړي، ځکه روسيي او د روسيي تابع هیوادونو ته زموږ تجارت د افغانستان له لارې دی خو فکر کوم موږ دا ګټه هم له لاسه ورکوو.»

یاده دې وي چې په وروستیو کې د امریکې جديت پاکستان ته نور دا ثابته کړې چې زغمل به سخت وي او جديت به شونی وي.

هیره دې نه وي چې په څو پيچلو بريدونو کې چې په کابل او څو نورو ولايتونو کې وشول او مسولیت يي داعش پر غاړه واخیست نيغ په نيغه د حقاني شبکه لاس لري خو پاکستان ددې لپاره چې دا شبکه په دواړو برخو کې وکاروي مسولیت يي د داعش هغې برخې ته راجع کړ چې مشر يي د اورکزیو او د پاکستان د استخباراتي ادارې خاص کس دی.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments

Leave a Reply