لالپوره له طالبانو پاکه شوه

comments 0

هندوکش – ننگرهار: افغان ځواکونو د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې له طالبانو مهم مرکزونه نیولي.
د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره له تېرو څو ورځو راهیسې عملیاتو دوام درلود چې دې ولسوالۍ کې یې د طالبانو واکمني پای ته ورسوله.
طالبان د دې ولسوالۍ په کلیو کې فعالیت کو او له خلکو به یې د عشر او زکات په نوم باج ټولو.
د دې ولسوالۍ له عملیاتو سره یو ځایي ځایي خلکو وسله اخیستې او د خپلو سیمو د ساتنې ژمنه یې کړې.
افغان سرتیرو ژمنه کړې، چې بیا به وسله وال طالبان بېرته دسیمو په نیولو بریالي نه شي.
دې ولسوالۍ کې د طالبانو زندانونه او محکمې هم وې چې اوس د افغان ځواکونو تر ولکي لاندې دي او طالبان پاکستان ته تښتیدلي دي.
فرهاد شهراني

Comments