لاس انجلس ټايمز: ټرمپ د جیمز مټیس پر استراتیژي باور لري.

comments 0

هندوکش – امریکا: دونالد تړمپ تر اوسه افغانستان کې شتون لپاره مشخص دلیل نه دې وړاندې کړې.
لاس انجلس تایمز ورځپاڼې نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر افغانستان کې د جګړې ګتل په یو داسې سیاست کې لټوي چې ۱۶ کاله یې له ناکامۍ پرته بله پایله نه درلوده.
امریکا کې پوځي او سیاسي شنونکي په دې باور دي چې تړمپ افغانستان ته د اضافي سرتیرو په استولو سره تیره وتنه کوي.
ورځپاڼه زیاتوي چې: پنټاګون به افغانستان ته ۴ زره اضافي سرتېري واستوي، ځکه د دفاع وزير جېمز ماټيس پر بریدګرې ستراتېژۍ باور لري او فکر کوي چې داسې يوه ستراتېژي به په افغانستان کې روان وضعيت بدل کړي. دغه ویب پاڼه زیاتوي، ماټیس د افغانستان د جګړې ګټل په يوه داسې سياست کې لټوي چې ۱۶ کله يې له ناکامۍ پرته بله پايله نه درلوده.
ددغې ورځپاڼې پر بنسټ د ټرمپ حکومت تراوسه په افغانستان کې د سرتېرو د ډېرولو او په دې هېواد کې د نظامي حضور د دوام په اړه مشخص استدلال نه دی کړی او نه يې هم ويلي چې د سرتېرو په ډېرولو سره کومې موخې ته رسېدل غواړي. ورځپاڼې ويلي، موخه يې دا نه ده چې ګواکې په افغانستان کې هېڅ ترهګر نشته، خو په عراق، سوريه، سوماليا او نايجیريا کې داسې ترهګريزې ډلې فعالې دي چې امريکا ته يې ګواښ د افغانستان د ترهګرو په پرتله ډېر دی.
ورځپاڼې تړمپ ته وړانديز کړې چې دې د امريکا د خونديتابه لپاره د افغانستان پر ځای يادو هېوادونو ته سرتېري واستوي. ځکه په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د پاتې کولو بل دليل په دې هېواد کې د تنکۍ ډيموکراسۍ ساتنه ده، چې فکر کېږي طالبان به يې له ګواښ سره مخ کړي.
د ورځپانې په فکر امريکا به له ټولو هڅو سره سره پر دې بريالۍ نه شي چې د افغانستان سياست کنټرول کړي، ځکه هغه هېواد اوس هم د بلواکو هېوادونو په کتار کې راځي، کټ مټ لکه تر ۲۰۰۱ زېږديز کال پورې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال و.
ورځپاڼه وایي که هر څومره امریکا متحده ایالاتو افغانستان کې سرتیرې ډیر کړي نو په دې به بریالي نشي چې طالبان د سولې خبرو پر میز کینوي.
ورځپاڼه د افغانستان امنیت په تړاو بیا وایي چې د افغانستان امنیت په افغان حمکرانانو نه دی تړلی او هیڅ امریکایې ولسمشران نه غواړې چې د افغانستان په جګړه کې ماتې وخوړي.
د دونالد تړمپ فرمان سره سم پنتاګون غواړي اوس مهال افغانستان ته ۴۰۰ اضافي سرتیري واستوي چې موخه یې افغانستان سرتیرو ته سلا مشورې ورکول او هوایي بریدونه دي.
فکور نعیمی – امریکا

Comments

Leave a Reply