طالبان او د مشروعيت ستونزه!سعيدالله سنګريار

comments 0

0 Views

په وروستیو کې د طالبانو ډير تمرکز پر دې شوی دی څو يو ډول نه يو ډول د خپلې ډلې له لاسه ورکړی مشروعيت بیرته احيا کړي خو دا مشروعيت هغه وخت نور هم زیان ولید چې له روسانو سره تر اړيکو وروسته صدرابراهيم په يوه لیک کې ددې ډلې په منځ کې خپل منځي ستونزې او د شته مشر هبت الله د کمزوري مديريت له رازه په داسې ډول پرده پورته کړه چې دا ډله يي له يوې نوې وارخطايي سره مخ کړه.

د صدر ابراهيم په لیک کې که څه هم لکه د رحمت الله کاکازاده په څير استخباراتي خبرې نه وې بلکه د يو عادي ملا منطق وو ولې له تحليلي پلوه ډيرې داسې خبرې پکې وې چې مکث پرې کيدای شي، د صدر ابراهيم په لیک کې د طالبانو په منځ کې قومي ستونزه له ورايه د حقاني شبکې يکه تازي ته يو ښه ثبوت دی، په ياد لیک کې د وژل شوي اخترمحمد منصور د پلويانو لرې کول، وژل او يا له په پاکستان نيول کيدل يي له ورايه دا حقیقت روښانه کړ چې لسګونو طالب مشران دوی په قصدي ډول ترور کړي، ملاګل آغا او ملامنان په هلمند کې د نشه يي توکو له قاچاقبرو سره ګډه جبهه پرانيستې او باالاخره په پاکستاني زندانونو کې پراته طالب مشران هم د يوې پټې معاملې په لړ کې هلته پراته دي او باالاخره د قطر په دوحه کې په يخو او عصري دفاترو کې ناست ملایان هم يوازې اويوازې سمبوليک رول لري او ان ويلی شو چې هغوی به په افغانستان کې د جګړې په دوام کې خپلې ګټې ويني.

راځم بلې خبرې ته!

د کوچني اختر په اړه د طالبانو د مشر د اختریز پيغام په اړه د خلکو کرکه او انزجار هم هغه څه وو چې شونې ده طالبانو ته د دوی د کړنو په اړه يوه ښه سروې وې، دا ډله چې اوس د مشروعيت له سختې ستونزې سره مخ ده په هغه ځای کې چیرته چې د دوی د مشروعيت پيل شوی دی هم د خپل مشر پيغامونه ويشي.

د پاکستاني پوځيانو په شتون کې په هنګو کې طالب مشر هبت الله ته د منسوبو پيغامونو ويش يي که څه هم ځينې شونې ده قوت وبولي ولې راځئ دا راسره ومنی چې نور خلک د طالبانو د خبرو له اوريدو سره مينه نلري او نه هم اوس هغه پخوانۍ باور شته چې د موباييل له لارې دې په کوټه کې تولید شوې ويډيو ۳۴ ولايتونو ته په ډيرې چټکۍ سره ورسيږي.

طالبان اوس په ټولنیزو پاڼو کې فعال دي، څو ښکاره او مستعارې ويبپاڼې لرې، يوازې په پاکستان نه بلکه په کابل کې يي يوه ډله مبلغين په رسنیو کې کښته پورته کيږي خو وينو چې ددې ډلې مشروعيت دومره تر پوښتنې لاندې راغلی دی چې د هنګو په څير په يوه وړه سیمه کې د خپل مشر پیغام ويشل هم ورته ستر ښکاري، بله خو يي دا چې چیرته داعش را پيدا شي دوی له هغې سیمې وتښتي خو د دولت د عملیاتو ستره ښودنه هم په طالباني انداز کوي ولې دوی باید دا ومني چې د دولت پر وړاندې د دوی او داعش دریدل ځکه ناشوني شوي چې ملي روحيه پیاوړې شوې او خلک هم له افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

طالبان به په هنګو کې د خپل مشر د پيغام ويشل د ځان لپاره بریا بولي خو په پاکستان کې د پوځ او پوليسو په شتون کې ددوی دا ډول عمل يو وار بیا د دوی مشروعيت ته نور هم زیان رسولی دی او سل په سلو باوري افغانان نور هم باوري شوي دي چې طالبان د آی اس آی لاس په نام غلامان دي.

اوس نو طالبان د مشروعيت دا تشه ناشونې ده چې په وحشت ډکه کړي ځکه طالبان اوس ښه پوی دی چې په ټول افغانستان کې د دوی پر ضديو ډول نه يو ډول مقاومت شته دی او که ډير هم خپلې موخې ته نيږدې شي له دوی سره د ملت ډيرې ټکر ګټې به يي دا ارمان له خاورو سره خاورې کړي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply