قیصار پلوي ملیشو د فاریاب ولایت وډانۍ ته اور پورې کړې

comments 0

هندوکش – فاریاب: تر هغې وروسته چې حکومت قوماندان نظام الدین قیصاري تر نوم لاندې د جنبش ګوند یو غړې ونیوه په فاریاب کې د نوموړي ملیشو حکومت په وړاندې لاریونونه په لاره اچولي چې له امله یې عام خلکو ته ځاني او مالي زیان اوښټې دې.
له فاریابه د هندوکش خبري څانګې مسووله عاطفه مصمم وایي چې، فاریاب کې د جنبش ګوند خپل سرو وسله والو ولایت ودانۍ او نورو دولتي وسایلو ته اور ورکړ.
د نوموړي په وینا، د جنبش ګوند خپل سرو وسله والو نن سهار لومړی د لاریون په پلمه د ملي ا منیت او ولایت پر ودانۍ هجوم ور وړ چې د امنیتي ځواکونو د مخنیوي په صورت کې یې وسله وال بریدونه وکړل او د ولایت ودانۍ ته یې اور ورکړ او هلته دولتي موټرونه یې هم وسوځول.
نوموړې زیاتوي چې، د جنبش ګوند اړوند وسله والو هڅه کوله چې د فاریاب ملي امنیت او ولایت ودانیو ته ننوځي.
وروسته له هغې چې فاریاب کې د جنبش ګوند سیمه ییز قوماندان نظام الدین قیصاري د افغان ځواکونو له لوري ونیول شو، فاریاب کې ددغه ګوند وسله والو خپل سرو لاریونونه پیل کړل.
د جنبش ګوند پر سیمه ییز قوماندان نظام الدین قیصاري تور دی چې افغان سرتیري یې په مرګ ګواښلي او د لوړ پوړو پوځي چارواکو سپکاوی یې کړی
له دې سره ولسي جرګه کې د فاریاب استازی، فتح الله قیصاري بیا د دوستم استازی تورن کړ چې نه یوازې خلک زوروي بلکې له خلکو یې باج اخلي.
عاطفه مصمم

Comments