قومي مشرانو په هېواد کې د سراسري اوربند غوښتنه او ملاتړ وکړ

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار،خوست، لوګر، کابل، لغمان، پروان،غزني، بدخشان، بغلان، کندز او بامیانو ولایتونو څخه راغلو قومي مشرانو او د سولې په چارو کې د دولت وزرات استازو د یوې جوړې شوې سترې ناستې په ترڅ کې په هېواد کې د سراسري اوربند څخه ملاتړاعلان کړ.
په یاده ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو په چارو کې د انسجام د چارو مرستیال غونډې ته ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې سوله د هرافغان هیله او غوښته ده او پرته له اوربنده سوله یوه بې معنا خبره ده.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د روانې جګړې ترټولو زیات قربانیان ملکي وګړي دي او په نړیواله کچه د سولې په ټولو هوکړو کې لومړی اوربند شوي او وروسته سوله شوې ده.
د ناستې ګډونوالو ټينګار وکړ، چې د مذاکراتي پلاوي لومړي پړاو مذاکرات دې وارزول شي او په دوهم پړاو مذاکراتو کې اوربند ته زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې د سولې له دوهم پړاو مذاکراتو د پیل سره هم مهاله د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د سولې او اوربند په ملاتړ غونډې ترسره شوې او د اوربند غوښتنه کوي.
فرهاد شهراني

Comments