قومي سیاستونه لنډمهالي دي/ منان توحیدیار

comments 0

افغانستان کې له کلونو راهیسې دا فرهنګ دود شوی چې یو څوک له حکومت حاشيې ته کیږي، قومي مسایل راپورته کوي او له دې مسایلو په ګټه اخیستنې سره ځان بیرته موقف ته رسوي او له دې لارې له حکومت امتیازات اخلي.
تېرو کلونو کې قومي، ژبني او سمتي سوداګر په دې کار بریالی و، ځکه له دې درکه یې د حکومت څخه باج اخیستی او د ولس وینې یې زبیخلي دي، خو اوس دا چانس کم شوی دی، که هر څومره قومي سوداګر چیغي ووهي، ځینې قومونو خپل سوداګر پيژندلي او ځینې نور چې څو کسان ورسره پاتې دي، حکومت ورپسې ډیر نه ګرځي.
حکومت د ولسونو په رای رامنځ ته شوی او د ولسونو لپاره کار کوي، په دې چوکاټ کې اوس هیچاته ته اجازه نشته چې شخصي ګټو ته په ملي ګټو برتري ورکوي.
تاسو به لیدلي وي چې تېرو څلور کلونو کې ولسمشر محمد اشرف غني د تدارکاتو کمېسیون خپل لاس کې ونیو او ټول هغه شرکتونه او کسان یې حاشيي ته کړل چې د تداکاراتو پروژې به یې اخیستلې او بیا به یې په دریم او څلورم لاس شرکتونو پلورلې چې کیفیت به یې دومره و چې یو کال دوام به یې وکړ.
اوس ولسمشر محمد اشرف غني تدارکات او ارګ له انحصار ویستلی او دا ډلې چې کله د جهاد امتیاز غواړي او کله نور امتیازات غواړي، قومي مسایل یې راپورته کړي چې ګنې فلان قوم حکومت کې شته او فلان قوم بیخي نشته.
قومي، جهادي، سمتي او ژبني سوداګرو چې هر څه له لاسه ورکړل او له حکومت او ولس څخه د یوې افغانۍ ګټه نه شي اخستلی، اوس یې کار پيل کړی چې د افغانستان ژغورنې په نوم ایتلاف رامنځ ته کړي.
دا ایتلاف په ښکاره د دې لپاره دی چې پر حکومت نقد وکړي، خو د دې ایتلاف ټول ګډونوال هغه ډلې او اشخاص دي چې کلونه یې په دې ملت باندې سوداګري کړې او ځان ته یې پرې د عیش عشرت ژوند برابر کړی دی.
د دې ایتلاف له لومړنیو څرګندونو ښکاري چې له قومي ټکټ ګټه اخلي او خلک په همدې راټولوي چې ګنې حکومت د څوک کسانو په انحصار کې دی او نور خلک حاشيي ته شوي دي.
له نیکه مرغه دا ډول ایتلافونو ولس ته امتحان ورکړی او کله چې جوړ شوي دي، یو کال دوام یې هم نه دی کړی، دا ایتلافونه د شخصي ګټو لپاره جوړ شوي او بیا د همدې ایتلاف غړي په ګټو وران شوي او ایتلاف دړې وړې شوی دی.
د نوي ایتلاف په اړه له وړاندې ولسي غبرګون سره مخ دی، ځکه هغه اشخاص چې د ایتلاف په سر کې ځای لري، کلونه د حکومت په لوړو څوکیو پاتې شوي، خو هیڅ لاسته راوړنه نه لري.
دا ډلې لکه د وږې لیوانو هرې خواته خوله اچوي او په دې لټه کې دي چې چرته به یې ګټې خوندي شي چې له حکومت یې مخ واوړي، خو حکومت د هچا فشار ته نه تسلمیږي او د هر هغه اقدام پروړاندې کلک ولاړ دی چې ملي ګټې پکې له شخصي ګټو قربان کیږي.
که څه هم سیاسي حرکتونه او ایتلافونه په ولسواکه نظامونو کې یو اصل دی، خو په افغانستان کې سیاسي مخالفتونه عقدوي او د شخصي ګټو لپاره دي چې هیڅ د ملت په خیر نه دي.
ملت چې اوس په سیاسي مخالفینو باندې پوه شوی او تل یې د دوی لپاره قرباني ورکړې، هیڅ له دې ډول خلکو سره په لار نه ځي او هغه خبرې یې بابیزه ګڼي چې دوی یې د عقدي او شخصي ګټو لپاره پر حکومت کوي.

Comments