قومندان عبدالاحد ووژل شو

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند امنیتي چارواکي وايي، ګرمسیر ولسوالۍ کې د یوه لوړپوړي طالب قوماندان په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د هلمند ولایت امنیه قومانداني وایي، تیره ورځ ددې ولسوالۍ د خاري په سیمه افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په هوایې ملاتړ چاڼیز عملیات کړي چې په پایله کې یې ۱۳ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د پولیسو په خبره، د عملیاتو په جریان کې دوه پايي ایکم مخابري نیول شوي او ۲۰ کړۍ ماینونه هم کشف او خنثي شوي دي.
د طالبانو یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، د ګرمسیر ولسوالۍ د جګړې د لومړۍ کرښې عمومي قوماندان عبدالاحد مشهور په رهبر د خپلو څو تنو ملګرو سره وژل شوی دی.
ننگیالی کوهنورد

Comments

Leave a Reply