قطر کې د سولې بحث له افغان حکومت سره په مخامخ خبرو دی

comments 0

هندوکش – قطر: ویل کېږي نن به قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرو کې ملا برادر هم برخه واخلي چې د بهرنیو ځواکونو په مهالویش،اوربند او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو باندې به بحث وشي.
قطر کې دیپلوماتیکو سرچینو تایید کړې چې له امریکايي پلاوي سره د دوحې په دې پړاو خبرو کې به ملا عبدالغني برادر برخه ولري.
سرچینې ويلي چې، احتمالاً به خبرې تر ډېره پر اوربند، له افغان حکومت سره مخامخ خبر، د افغانستان د جګړې پر پای ته رسولو او د بهرنیو ځواکونو پر وتلو متمرکزې وي.
د ملابرادر ګډون د دې لپاره مهم دی چې د امریکايي دیپلوماتانو په وینا د طالبانو د قطر د دفتر نور غړي زیات صلاحیت نه لري.
امریکایي دیپلوماتان وایي، ډېرو مسلو کې طالب پلاوي له خپل مشرتابه سره مشورې ته اړتیا لرله چې له کبله یې د سولې بهیر اوږدېده.
وړاندې ویل کېده چې ملاعبدالغني برادر ځکه په خبرو کې ګډون نه شي کولی چې د سفر اسناد نه لري خو اوس داسې ښکاري چې دا ستونزه حل شوې او نوموړی دوحې ته رسېدلی دی.
محمد امان دوران

Comments