قطر: په بین الافغاني خبرو کې بې طرفه یو

comments 0

هندوکش – کابل: د قطر د بهرنیو چارو وزير او د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار تېره ورځ د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي له مشر محمد معصوم ستانکزي سره لیدلي دي.
د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د قطر د ملي امنیت سلاکار محمد بن المسند ویلي، د بین افغاني مذاکراتو له کوربه ‌توب د قطر حکومت موخه په افغانستان کې د سولې راتګ دی.
نوموړي ویلي، چې حکومت یې په بین الافغاني مذاکراتو کې په پوره توګه بې طرفه دی، او زیاته کړې یې ده چې دوی به د مذاکراتو په بهیر کې پر مطرح شوو مسایلو نظر څرګند نه کړي او د دغه بهیر د دوام ملاتړ کوي.
د یادونې ده چې قطر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو کوربه‌ توب کوي او تر دې وړاندې یې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې کولو کوربه ‌توب هم کړی وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments