قطر پلازمېنه دوحه کې د بین الالفغاني‌ مذاکراتو د پیل مراسم پیل شول

comments 0

هندوکش ـ قطر: په دې پرانیستونکې غونډه کې د یو شمېر هیوادونو او سازمانونو مشرانو او استازو مخامخ او یا ویډیو له لارې خبرې اترې وکړې.
دوی په خپلو ویناوو کې د بین الفغاني خبرو اترو ملاتړ کړی او هیله یې ښودلې چې د دې خبرو اترو په نتیجه کې به په افغانستان کې سوله راشي او د افغانانو ژوند به په ارامه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وینا.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د بین الافغاني مزاکراتو پرانست غونډې ته وويل چې دوي د طالبانو د دې ژمنې هرکلی کوي چې د القاعدې په ګډون، د نړیوالو ترهګرو ډلو کوربتوب به نکوي او نه به هغوی ته پر افغان خاورې د روزنې، جلب وجذب او یا د بسپنې ټولولو اجازه ورکړي.
پامپيو زياته کړې چې افغانستان باید بیا هیڅکله د نورو هېوادونو د ګواښولو لپاره د نړیوالو ترهګرو د اډې په توګه ونه کارول شي.
د ده په خبره دوي دې شېبې ته د سخت کار او قربانیو په مټ رسیدلی دي او د ساتلو او ترې د ګټې اخیستو لپاره یې سخت کار او قربانۍ ته اړتیا ده .
مایک پامپیو وويل، “زه له تاسو غواړم چې د سولې لپاره د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو او د هېواد د اوږدې جګړې د قربانیانو په ګډون، د افغان ټولنې استازي ښکېل کړئ.”
نوموړي زیاته کړه چې دغه تاریخي مذاکرات باید یو سیاسي جوړجاړی رامنځته کړي او د پریکړو په مهال باید په یاد ولري چې د دوي انتخاب او کړنې به د امريکا د راتلونکو مرستو په کچې او کمیت اغیز ولري.
پامپيو وايي دوي هيله لري چې افغانان یوې تلپاتې سولې ته ورسییږي.
په همدې حال کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي په دوحه کې خبرې افغانان خپله کوي او هېڅ منځګړی به نه ‌لري او نه به څوک د سهولت برابرولو لپاره پکې وي.
هغه وویل چې دا ځل به افغانان په خپله د سولې لپاره نقشه جوړوي چې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي لاره جوړه شي، خو که ‌یې مرستې ته اړتیا درلوده، امریکا مرستې ته تیاره ده.
خلیلزاد دا خبرې د سپټمبر پر ۱۱مه په یو ټیلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته کړې دي. هغه وویل: “اوس موږ داسې یوې پروسې ته داخل شوي یو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ده، کله چې افغانان سره ګوري هلته به هېڅ منځګړی یا سهولت جوړونکي نه‌ وي.
موږ به د اړتیا په وخت کې مرستې ته تیار یوو، که هرې خوا اړتیا درلوده موږ به‌ يې څارونکي او مرستندوی یو، خو که‌ یې مرستې ته اړتیا نه‌ درلوده، پروا نه‌ لري، ښه خبره به وي.” د افغانستان دولت د پلاوي مشر د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله دی.
په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم شامل دي.
امریکا د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې یوه مهمه خبره په ‌کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د دې ژمنې د سر ته رسولو په دوهم پړاو کې دي.
زلمی خلیلزاد: “له طالبانو سره په موافقه کې او له حکومت سره په تفاهم‌ لیک کې په مشروط ډول زموږ د قواوو د کمېدو خبره شوې ده چې یوازې د امریکا نه، بلکې د ائتلافي قواوو او ناټو غړي هم دي، موږ اوس‌مهال په دوهمه مرحله کې یو، په اول پړاو کې موږ ۸،۶۰۰ ته راکم شوو او دوهم پړاو به موږ ۴،۵۰۰ ته راورسوي، د اکټوبر او نومبر تر میاشتو وخت کې او اوس موږ په دې پړاو کې یوو.”
خلیلزاد وویل، د امریکا حکومت هیله لري چې د افغانستان دولت به له طالبانو سره پر داسې سیاسي موافقه جوړ شي چې بیا په ګډه د نورو ترورېستي ډلو لکه داعش پر ضد مبارزه او په افغانستان کې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.
په دوحه کې به نن د خبرو د پیل رسمي مراسم وي او خبرې به د دوشنې په ورځ پيل شي.
غزت تبیان

Comments