قطر د سولې پروسې بري ته ډاډ ښودلی

comments 0

هندوکش_قطر: د قطر هېواد ډاډ ښودلی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې به بریالۍ شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ډاډ څرگند کړی چې په دغه هېواد کې به د امریکا او طالبانو مذاکرات بریالي تمام شي.

تیره ورځ یوې خبرې ناستې ته محمد بن عبدالرحمن ویلي، افغانستان کې د سولې ټینګښت په موخه به د منځګړي په صفت خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او تمه یې ښودلې چې بریالۍ پایلې به ولري.

دا لومړی ځل دی چې قطري چارواکي د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په تړاو خوشبیني څرګندوي.

فروزان سیرت

Comments