قزاقستان پام کې لړي چې افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي

comments 0

هندوکش–قزاقستان: د حکومت اجرايه رئیس په یوه لیدنې کې وویل چې،قزاقي سوداګرو پر مخ مو دروازې پرانیستې دي.
دغه خبر اجراییه رئیس استانه کې یوې لیدنې پرمهال قزاقي سوداګرو او پانګوالو سره وکړې.
د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر ایرینوف دغې لیدنه کې وویل: د ټرانزیټ، مایع ګاز، کانونو، صنایعو او لوژستیک په برخو کې قزاقستاني سوداګر او پانګه وال ګډو همکاریو ته ژمن دي او په دې باور دي، چي باید صادرات او واردات زیات شي.
دغې لیدنه کې عبدالله عبدالله ژمنه وکړه چې قزاقي سوداګرو ته به د اوږدمهاله ویزو او ګمرکي تعرفو سربیره به د صاداراتو پر کچې او سوداګریزو اړیکو د قزاقستان له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړي.
نوموړي ډاد ورکړ چې حکومت یې د خوندیتوب لپاره هر ډول امنیت خوندي کوي او دوی ته به افغانستان کې د پانګونې لپاره ځانګړي امتیازات هم ورکړي.
محمد حنیف بیدار

Comments

Leave a Reply