قزاقستان د کرونا ویروس له ویری ایران ته الوتنې ځندولي

comments 0

هندوکش – قزاقستان: قزاقستان ویلي چې په پام کې لري د مارچ له لومړۍ نېټې څخه ایران ته خپلې الوتنې وځنډوي.
د دې هېواد د روغتیا وزارت یوه لوړپوړي مسؤل ژانداربیک بیکشین نن یوې خبري غونډې ته ویلي چې دا اقدام په ایران کې د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله کېږي.
نوموړي دا هم ویلي چې قزاقستان به جنوبي کوریا او نورو هېوادونو ته چې دغه وایروس ځپلي تګ راتګ کم کړي.
تر اوسه په قزاقستان کې د کرونا وایروس هېڅ پېښه نه‌ده ثبت شوې.
محمد حنیف بیدار

Comments