قزاقستان د افغان ښځو پياوړتیا کې ژمنه کړې

comments 0

هندوکش – قزاقستان: قزاقستان له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا یې ټینګار کړی.
تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې عادله راز د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر غیرت عبدالرحمن‌اوف سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي دي.
په لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا سربېره د سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې کړي او یاده همکاري یې د سیمې د ثبات لپاره ګټوره بللې.
د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د افغان مېرمنو د لاسنیوي په نوم نړیوال کنفرانس جوړ شوی، څو افغان مېرمنې د نورو هېوادونو له مېرمنو سره خپل نظریات تبادله کړي.
امریکا بیا ژمنه کړې، چې تر راتلونکو پنځوو کلونو به له افغان مېرمنو سره ۲۷۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
محمد امان دوران

Comments