قریشي ځانګړو ځواکونو راخوشې کړ

comments 0

هندوکش – کابل: افغان ځانګړو ځواکونو ماشوم کرکټر احمد قریشي د انسان تښتوونکو له منګولو وژغوره.
احمد قریشي چې په وړوکي راشد خان مشهور دی د تېرې شنبې ورځ په ننګرهار کې هغه مهال د انسان تښتوونکو لخوا وتښتول شو، چې د کرکټ له اکاډمي کورته په لاره و.
د کورنیو چارو وزارت د درې سوه درې قطعې ځانګړو ځواکونو قریشي د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې ژغورلی دی، خو د انسان تښتوونکو له ډلې څوک نه دي نیول شوي.
انسان تښتوونکو د احمد قریشي له کورنۍ درې سوه زره ډالر غوښتي و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments