قریشي: پاکستان د امریکایانو لپاره خوندي ځای دی او باید راشي

comments 0

هندوکش ــ پاکستان: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د یوې لیدنه پر مهال دغه خبره کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت څخه رسنیو ته لیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې شاه محمود قرېشي له امريکا دا غوښتي چې خپل هغه خبرداری واپس واخلي چې پکې امريکايانو ته وېل شوي چې د امنيتي وجوهاتو له کبله پاکستان ته له تلو ډډه وکړي.
بیان زیاتوي چې قریشي پامپیو ته ډاډ ورکړی چې پاکستان د امریکایانو لپاره تر ټولو خوندي ځای دی، او امریکایانو ته پکار ده، چې دغه هېواد ته راشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال امریکایانو ته ویلي چې پاکستان ته دې راشي، د دغه هېواد لوړ پوړو مشرانو او بلخصوص دیني عالمانو د آی اېس آی په اشاره افغانستان د امریکیانو لخوا اشغال بللی او له ترهګرو طالبانو یې ملاتړ کړی دی.
فروزان سیرت

Comments