قریشي: هند لا هم پر پاکستان د برید پلان لري

comments 0

هندوکش – پاکستان: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، داسې کره شواهد یې تر لاسه کړي دي چې ګاونډی هند لا هم هڅه کوي پر پاکستان برید وکړي. هغه ویلي هندوستان د اپریل له ۱۶مې تر ۲۰مې نیټې پورې پلان لري چې یو ځل بیا ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندې او پر پاکستان برید وکړي.
قریشي زیاته کړې، دوی خپل ترتیبات نیولي دي خو غواړي ټولې نړۍ ته وښیي چې دا هېواد لا هم د پاکستان پر وړاندې بد نیت لري او نه غواړي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ وضعیت عادي شي.
نوموړي چې په ملتان کې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، هڅه به وکړي چې نړۍ ته د هند له دې غیر مسوولانه کړنو پرده پورته کړي.
که څه هم هند تر اوسه د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې ویلي چې دوی به ترهګر په هیڅ ګوټ کې هم په ارام پرېنږدي.
دادان وزیري

Comments