قریشي د طالبانو او که د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دی/ بریالی ویاړ

comments 0

تیره شپه مې طلوع نیوز ټلویزیون سره د پآکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ځانګړې مرکه ولیدله، دا مرکه ډير اوږده وه او بیلابیل اړخونو باندې بحث پکې شوی و.
د شاه محمود قریشي اعتراف او تردید
جالبه دا وه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به ځینې وخت له طالبانو سره په اړیکو اعتراف کو او ځینې وخت به یې له دې اړیکو تيښته کوله.
یو ځآی کې له مرکه کوونکي سره بحث کې دننه شو، افغان حکومت یې د سولې پروسه کې ملامت کو چې سولې ته اراده نه لري او طالبانو ته یې برات ورکو چې دا ډله په افغانستان کې ګډ حکومت او سولې غوښتونکې ده.
شاه محمود قریشي ته په مرکه کې څو ځل وریاد شول چې طالبان د همدوی له لوري راپورته شوي، جنرال حمیدګل او نورو جنرالانو پرې اعتراف کړی، خو قریشي به له دې پوښتنو ځان داسې ویسته چې ګنې دی نه غواړي د هغوی په خبرو باندې بحث وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي په دې مرکه کې خبرداری ورکړی، چې که د افغانستان د اوسني وضعیت مدیریت ناکام شي، نو دا هېواد به کورنۍ جګړه کې شي.
کورنیو جګړو بیا پيل ته پاکستان په تمه دی او د شاه محمود قریشي په خبرو کې دا هر څه په ډاګه و چې یا به داسې سوله کیږي چې طالبان یې غواړي او یا دې افغانان کورنیو جګړو ته چمتو شي.
پاکستان په تمه دی چې کورنیو جګړو بیا پيل سره به ټول نسبي جوړ شوي بنسټونه له منځه لاړ شي او هر څه به له سره شي، یا به په افغانستان کې د پآکستان په خوښه سوله کیږي او یا به جګړه او تاوتریخوالی دوام پيدا کوي.
د افغانستان په اړه د پآکستان تګلاره
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي ویلي کوم څه چې بدل شوي، هغه د پاکستان تګلاره ده او پآکستان غواړي چې افغانستان کې سوله او ټیکاو وي. ځکه چې پاکستان دا احساسوي چې ارام افغانستان د سیمه ییز اتصال وسیله ده.
خو د پآکستان تګلاره یا سیاست څنګه بدل شوی دی؟ شاه محمود قریشي ویلي، که د پانګونې او د دوه اړخېزو سوداګریزو اړیکو د پراخولو په لټه کې اوس نو دا یوازې په سوله کې کېږي. افغانستان کې سوله او ټیکاو یوازې د افغانستان اړتیا نه‌ده، بلکې د پاکستان غوښتنه ده او موږ ته ګټه کوي.
دلته شاه محمود قریشي اعتراف وکړ چې پخوا د پآکستان تګلاره په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی و او اوس وضعیت ته په کتو پاکستان د باثباته افغانستان په لټه کې دی.
قریشي وویل چې کلونه وشول، موږ وایو د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه‌لري. څه چې بدل شوي، نوې تګلاره ده او هغه دا چې سیاسي حل لاره اړتیا ده او موږ د دې پلوي یوو.نړۍواله فضا بدله شوې او دا فضا تر بل هر وخت د سولې لپاره پرېکنده ده.
د قریشي په څرګندونو کې ښکاري چې پاکستان د څه په لټه کې و او اوس مهال د څه په لټه کې دی.
پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو کې ښکاره اعتراف ګورئ چې پاکستان غواړي افغانستان کې د جګړې تګلاره په سوله بدله کړي، خو څنګه سوله؟ داسې سوله چې د پآکستان په خوښه وي، او که سوله د پاکستان په خوښه نه وي، بیا به هم هغه تګلاره وي چې کلونه یې افغانستان پرې برباد کړی او افغانان یې وژلي دي.
د راتلونکي حکومت او نظام شکل
له شاه محمود قریشي په مرکه کې پوښتل کیږي چې پاکستان د سولې په پایله کې او یا پرته له سولې کوم ډول حکومت او نظام غوښتونکی دی، د قریشي خبره په لومړیو کې داسې وي چې دا هر څه په افغانانو پورې اړه لري، خو وروسته وایي چې طالبان څه ډول نظام غواړي او باید ټولې خواوې پرې هوکړې ته ورسیږي.
قریشي وویل، افغانستان کې یوازې هغه مهال سوله کېږي، چې افغانان کېنئ او روغه وکړئ. که افغانا کېنئ او روغه او مذاکره وکړئ، نو افغانان به معلومه کړئ چې څرنګه اساسي قانون غواړئ، څرنګه نظام باید وي. زموږ وړاندیز دادی، چې ټول‌ګډونه نظام دې وي.
د افغان سولې بهیر باید د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو کې منطقي نتیجې ته ورسېږي. موږ له هغوی سره د مذاکراتو مېز ته نه یوو ناست. هر کله چې اړتیا پېښه شوې، موږ دا بهیر اسان کړی دی. موږ نه‌شو کولی ستاسې په استازیتوب پرېکړې وکړو. دا افغانان دي، چې سره ناست دي او پرېکړه به کوي، چې څه غواړي؟.
دلته بیا د قریشي له خبرو ښکاره لاسوهنه ښکاري، ځکه وايي چې موږ طالبان خبرو ته کینول او د سولې پروسه کې مو اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
طالبانو تراوسه دا نه ده رد کړې چې ګنې دوی د پآکستان په غوښتنه د سولې مذاکراتو ته نه دي ناست، همدا ښکاره کوي چې دې پروسه یانې سوله او جګړه کې پاکستان څومره ښکیل دی، شاه محمود قریشي هم یو ځای رد کوي چې دوی طالبانو سره نه دي او افغانان د راتلونکي په اړه خپله تصمیم نیسي، خو بل ځای بیا وایي چې دوی پر طالبانو نفوذ لري او د سولې خبرو ته یې کینولي دي.
په دې مرکه کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر طالبانو سره د پاکستان اړیکه ومنله، خو ټینګار یې وکړ، چې د طالبانو د مشرتابه اکثره غړي په افغانستان کې اوسېږي.
قریشي ویلي، د طالبانو کومه مشرتابه چې په دوحه کې ده، پاکستان ته د سولې د پروسې د اسانولو لپاره راځي.
دلته بیا قریشي اعتراف وکړ چې طالب مشران دوی سره یا نورو طالب مشرانو ته د مشورو او لیدنو لپاره راځي او د سولې بهیر لپاره لارښوونې اخلي.
د بهرنیو ځواکونو وتل او د پاکستان دریځ
د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره شاه محمود قریشي دوه ډوله دریځ نیسي، یو دا چې امریکا یې ښه ملګری یاد کړ چې په افغانستان کې هدف ته رسیدلي دي او بل دا چې امریکا حضور په افغانستان کې د جګړې دوام دی.
پاکستان دوه مخی سیاست لري او هر کله په دې دوه مخیتوب کې خپلو ګټو ته ګوري، ان د خپلو ګټو لپاره خپل ځان هم خرڅوي، نور هېوادونه او د نورو هېوادونو وګړي خو هرکله خرڅولی شي.
د قریشي په خبرو کې ښکاري چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یو ځای به تاوتریخوالی لا ډير شي او اړتیا ده چې طالبانو سره هر څه ومنل شي او د سولې خبرې بریالۍ شي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر سره سم، دې هېواد کې جګړې هم زور اخېستی. ښاغلي قریشي د دې تاوتریخوالي د ډېروالي لامل، د طالبانو ورهاخو لوري ګڼي.
قریشي مرکه کې پوره هڅه کړې چې د عامو خلکو وژل کیدل، عامه تاسیساتو ورانیدو مسوولیت د طالبانو ور هاخوا نورو ډلو باندې واچوي او طالبانو ته برات ورکړي.
قریشي ویلي چې افغانان باید مالومه کړي چې وینه څوک تویوي، عامه ځایونو کې ملکي وګړي څوک وژني، د قریشي هدف له دې خبرو دا دی چې طالبانو ته برات ورکړي او د عامو خلکو وژل نورو ډلو لکه داعش او نورو ترهګرو پورې وتړي.

Comments