قریشتي طالبانو باندې نفوذ لرو، اوربند ته مو حاضر کړي

comments 0

هندوکش ــ امریکا: د امریکا او پاکستان د باندنیو چارو وزیرانو په واشنګټن کې د افغان سولې په تړاو سره لیدلي او قناعت یې ورکړی چې طالبان یې د هوکړې د لاسلیک په ورځو کې اوربند ته حاضر کړي دي.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویانده مورګن ټاګس په دې اړه وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان د جګړې د ختمولو او دایمي ثبات د راوستلو د لارو چارو تر څنګ له پاکستان سره د امریکا په دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې شاه محمود قریشي، مایک پومپیو ته ویلي طالبانو د څو ورځو لپاره د اوربند هوکړه کړې ده تر څو د سولې مذاکرات ورسره بیرته د پرمختګ خواته ولاړ شي.
په همدې حال کې شاه محمود قریشي د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون له غړو جیمز رسچ، باب مینډیز، میټ رومي او کرس مرفي سره هم په یوه جلا کتنه کي ویلي پاکستان د افغانستان د سولې په تړاو همکارۍ کې رښتینې هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت لا هم د پاکستان په اراده د افغان سولې په رابطه شک لري.
د کابل غیر رسمي ټولې سرچینې داسې انګیري چې پاکستان له امریکا سره یو وار بیا د طالبانو پر سر پټه معامله روانه کړې ده او کوشش کوي د طالبانو په رهبرۍ داسې یو ضعیف حکومت جوړ کړي چې تر د پاکستان تر لاس او سیوري لاندې وي.
فکور نعیمي

Comments