قاري يوسف او ذبيح الله څوک دي؟ بريالی وياړ

comments 0

تاسې يې اورئ چې د طالبانو د جنګي جنايتونو د ټولو پېښو مسئوليت په اصطلاح د امارت وينادويان، قاري يوسف او ذبيح الله مجاهد پر غاړه خلي.

دا چې ظاهراً طالبانو دوئ د خپلو وياندويانو په توګه معرفي کړي، خو په حقيقت کې دا د ای ايس ای د استخباراتو مبهم ادرسونه دي چې د ذبيح الله او قاري يوسف پر نومونو د طالبانو د جنګي جنايتونو مسئوليتونه مني. د سولې د روانو هڅو او ديني عالمانو د تېرې سلګونيزې غونډې په اړه چې دوئ کوم بيانونه خپرول، واضح ترې څرګندېدل چې د پاکستان له لوري يې ليکلو دستور ورکول شوی و. تاسې وليدل چې کله د اوربند پرمهال وسلوال طالبان ښارونو او کليو ته راشېوه شول، څومره خوشال ول، او څومره سولې ته تږي ول.

دا مو هم واورېدل چې په اصطلاح امارت خپل د اطلاعاتو او کلتور وزير په دې وجه له دندې ګوښه کړ چې ګويا طالبان يې ولې ښارونو ته پرېښودل چې له ولس او سرتېرو سره عکسونه واخلي. پاکستان ته چې کله د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د ورورۍ او مينې پېغامونه ورسېدل وډار شو چې هسې دا خلک سوله وکړي، او له جګړې لاس واخلي. قاري يوسف او ذبيح الله سمدلاسه اعلان وکړ چې اوربند پای ته ورسېد، او طالبانو ته يې بيرته د جګړې امر وکړ. د دوئ اعلاميې او خبرونه همېشه اورئ، مګر کله مو فکر کړی چې دوئ ولې ځانونه نه ښيي، کله مو د دوئ عکسونه ليدلي؟ کله مو د دوئ وېډويي مرکې اورېدلي؟ نه هيڅکله هم نه، ځکه دوئ يواځې نومونه دي.

داسې نومونه چې فزيکي موجوديت نلري، او د دوئ چارې د يوې استخباراتي شبکې له لوري مخته وړل کېږي. که طالبان د دوئ د نه ښکاره کېدو دليل امنيتي وېره ګڼي، نو تاسې ورشئ طالبان ته قسم ورکړئ چې ايا دوئ خپله د ذبيح الله او قاري يوسف عکسونه ليدلي، ايا دوئ ليدلي چې دا دوه استخباراتي ادرسونه ژوندي انسانان دي؟ چې نه يې طالبان ليدلی شي. نه يې عوام ليدلی شي. نه يې مطبوعات ليدلی شي، او نه يې هيڅوک ليدلی شي، نو بيا دا څنګه وياندويان دي، چې د طالب اوربکو د جنګي جنايتونو بې مدرکه بېړۍ لېږدوي.

جنګي طالبانو هم دومره بې عقلان دي چې هر څه په پټو سترګو مني، او هر څه په پټو سترګو کوي چې دا په شرعي او اجماعي ډول غلط کار دی. نه يې خپل وياند ليدلی، نه يې خپل مشر ليدلی. نه يې ادرس ور مالوم دی، نه يې کور. نه يې پېژني، نه شناخت ورسره لري. حتی تر دې کچې چې يو مشر يې ووژل شو، بل يې ووژل شو، مګر لا بيا هم دوئ لکه ړانده لېوان پر هماغه خوا روان دي. نه فکر کوي، نه ری وهي.

په افغانستان کې د هر ترسره کېدونکي جنګي جنايت مسئوليت ای ايس ای پر غاړه اخلي، نوم يې د قاري او ذبيح پر ايښی دی. د سيمه ييزو مالوماتو له مخې د قاري يوسف په نوم د طالبانو وياند څلور ځله وژل شوی دی، مګر لا بيا يې هم طالبان پټوي، او نه يې مني چې دا تش نومونه دي، ژوندي انسانان نه دي. که ذبيح الله او قاري يوسف فزيکي موجوديت لري، را وړاندې دې شي، د حکومت د وياندويانو په ډول دې، خپل ځان ټولنې ته وښيي. بيا به خلک ومني چې د طالبانو د جنګي جنايتونو د مطبوعاتو بېړۍ، استخباراتي شبکې نه بلکې، دوه جاهل طالبان مخته وړي.

Comments