قاري داوود ووژل شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: له ننګرهار څخه راپورونه وایي، چې سره رود ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال قاري داوود چې په یاسر مشهور و، د افغان ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ووژل شو.
یوې باوري سرچېنې رسنیو ته وویل، ځانګړو ځواکونو تیره شپه د سره رود ولسوالۍ باغواني سیمه کې دغه عملیات کړي دي.
د سرچېنې په خبره عملیاتو کې دوه نور طالبان او شپږ شکمن کسان هم نیول شوي دي.
یاسر د سره رود ولسوالۍ اړوند سیمو کې زیات ورانکاري فعالیتونه کړي و چې د پولیسو تر تعقیب لاندې و.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply