قابلي پلو

comments 0

0 Views

اړین توکي

  • څلورګیلاسه میده وریځې.
  • یوه کیلو د پسه غوښه .
  • غوړې ۲۵۰ ګرامه .
  • دوه دانې پیاز .
  • درې غټې کاشوغې بوره .
  • مالګه د اړتیا په اندازه.
  • ځیره .
  • دارچین.
  • هیل .
  • لاونګ د پودر په شکل یو له بل سره ګډیږي او د پلو د خوندور کیدو لپاره د وریجو د دمولو پر وخت پر وریجو اچول کیږي .
  • ګازر .
  • ممیز .
  • د میده شوي بادام او پسته یوه اندازه .
  • هیل غوړي د ضرورت په اندازه .

د پخولو طریقه:

کله چې ګازر ګرم شول بوره ور واچوئ. کله مو چې وریجې دمولې ګازرې یې په سر ور واچوي او دم ته یې کېږدئ. یواځې د وریجو لپاره دغوړو ټاکلې اندازه بس ده .

لومړې غوښه ټوټه کړئ او وېې منیځئ ، وروسته یې له میده شوي پیاز او اوبو سره په دیګ بخار دم ورکوو چې لږ نرمه شي په بل دیګ کې اوبه او مالګه ضافه کوو . وروسته له دې چې اوبه جوش شوې د وریجو اوبه صافه وو وریجې په جوشو اوبو کې وراچوو او دم ورکوو ترڅو د وریجو دانی نرمې شي همدا چې وریجی پاس راغلې اونرمې شوې وې ، صافه وو ېې .

په کرایي کی یوه غټه کاشوغه بوره اچوو او حرارت ورکوو تر څو قهویۍ رنګه شي .د یخنی اوبه د ضرورت په اندازه د وریجو د دمولو لپاره ضروري دي چې د هغه پر سر یې اضافه کړو وروسته له دې چې په جوش راغلې د وریجو پر سر یې اچوو . غوړې سره کوو د هغه پر سر یې اچوو او د وریجو پر سر باندې تیارو شوو موادو ته ځای کړو او پکې اچوو یې د په یوه برخه کې تیار شوي مواد او بله برخه کې غوښه ږدو او د دیګي سر په یوه پاک دستمال باندې پټوو د شل او یا نیم ساعت لپاره دم ورکوو د خوړولو پر مهال وریجې راوباسئ، غوښه د وریجو په مینځ کی کیږدی د ګازرو ،ممیزو پسته او بادامو ګډ مخلوط د وریجو پر سر اضافه او نوشجان یې. کړئ

حدیث حدیث

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply