فېسبوک کمپنۍ د ای اېس ای سلګونه اکاونټونه تړلي چې افغانستان کې یې جګړې ته کمپاین کولو

comments 0

هندوکش ــ کابل: تېره ورځ د فېسبوک کمپنۍ اعلان وکړو چې د پاکستان په شمول یې په ځینو هېوادونو کې د فېسیبوک زرګونه جعلي اکاونټونه تړلي دي چې ناسم معلومات یې خپرول، دوی زیاته کړې په پاکستان کې یې یوه لویه شبکه لیرې کړې چې پکې د فېسبوک۴۵۳ اکاونټونه، ۱۰۳ پاڼې، ۷۸ ګروپونه او دغسې د انسټګرام ۱۰۷ اکاونټونه شامل دي.
د معلوماتو تر مخه چې دغه شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري جوړه شوې وه، چې په افغانستان کې یې د جګړې د دوام او د نویو کسانو د جذب مسؤلیت یې لره.
پدې وروستیو کې پر فېسبوک زرګونه داسې پاڼې لیدل شوي، چې هېڅ هویت یې معلوم ندی، دا پاڼې هڅه کوي په افغانستان کې د طالبانو په شمول جنګیدونکو ترهګرو ډلو ته د جګړې مشروعیت ور کړي.
دا پاڼې د افغانستان د نظام او د حکومت د رهبرانو پر ضد دروغجن تبلیغات کوي.
اخوا د فېسبوک فعال لیکوال او د نظر خاوند مجید قرار وايي چې پاکستان تر بل هر وخت د افغانستان پر ضد رواني جګړه تېزه کړې ده، چې افغانانو ته پکار دي دقیق ووسي.
په پاکستان کې د ټولينزو رسنيو فعالانو هم په وار وار شکايتونه کړي چې په دغه هېواد کې د فېسبوک جعلي اکاونټونو مسله موجوده ده.
په مردان کې د ټولينزو رسينو يو فعال محمد داود د وايي چې فېسبوک د معلوماتو ډېره مهمه سرچينه ده خو په پاکستان کې ترې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments