فیصل: طالبان د هغه بندیانو د ازادیدو غوښتنه لري چې په پنځو لویو بریدونو کې یې ډاګیزو ونډه لرله

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وايي چې دغو پنځو کسانو په هېواد کې په لویو ځانمرګو او نورو ترهګریزو بریدونو کې ډاګیزه ونډه لرلې ده.
افغان حکومت وايي د هغو ۱۵ خطرناکو طالب بندیانو له ډلې چې پنځه تنه یې درانه جرمونه لري، ازاد نه کړای شي.
افغان حکومت په لومړیو کې د طالبانو د ۵ زره بندیانو له نوملړه د ۱۵ کسانو له خوشې کولو ډډه وکړه؛ خو اوس وايي چې، د لویې څارنوالۍ او څارګرې ملي ادارې له څېړنو وروسته، افغان حکومت نه شي کولای له یاد شمېر څخه ۵ تنه یې خوشې کړي.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وايي حمدالله محب وايي چې دغه پنځه تنه بندیان په سترو ترهګریزو بریدونو کې ډاګیزه ونډه لري او د هېواد د قانون پر بنسټ، حکومت د هغوی د ازادولو واک نه لري.
ښاغلي محب په دې اړه زیاته کړه:«هغه نوملړ چې طالبانو د بندیانو د ازادولو لپاره چمتو کړی و، له څېړنې وروسته، دغه نومونه د لویې څارنوالۍ او د ملي امنیت عمومي ریاست له خوا د هغوی په منځ کې پنځه تنه هغه کسان وو چې نه شوای مو کولای ازاد یې کړو، دوی هغه کسان وو چې په سترو بریدونو کې یې لاس درلود او یا هم حق العبدي قضیې یې لرلې چې د هېواد د قوانینو پربنسټ، حکومت د هغوی د ازادولو حق نه لري.»
ځینې سندونه ښايي چې، لیل الدین یو له دغو بندیانو دی چې د طالبانو د څو سترو او پېچلو بریدونو له هغې ډلې د زنبق په څلور لار کې چاودنه، د محمد علم ایزدیار د زوی د جنازي پر مراسمو برید، پر افغانستان امریکايي پوهنتون برید او د ولسي جرګې د پخواني غړي حاجي میرولي پر کور برید مسوول پېژندل شوی دی.
د یادو سندونو پر بنسټ د طالبانو دغه قومندان د نصرت بهیر تر نامه لاندې د یوې ۲۰۰ کسیزې ډلې مسوول او د کابل د موسهي ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
دغه سندونه همداراز د دې ښکارندويي کوي چې، د طالبانو دغه قومندان ته په دوه نیمو میاشتو کې د پاکستان په کوټه کې د بریدونو پلانولو او د ترسره کولو څرنګوالی ورښودل شوی دی.
عبید رادپور

Comments