فیسبوک پر پاکستاني اکونتونو بندیزونه لګولي

comments 0

هندوکش – امریکا: فیسبوک ټولنیزې شبکې اعلان کړی دی چې د پاکستاني پوځ له مطبوعاتي ادارې سره تړلې ۱۰۳ پاڼې، اکونټونه او ګروپونه یې بند کړي دي.

د یادې شبکې د سایبري امنیت برخې مسوول نتانیل ګلایچر ویلي، دغو فیسبوکونو پاکستان کې غیر اعتمادي چارې پر مخ بیولې.

هغه زیاته کړې که څه هم دې دوه میلیونه او اته لکه کسانو خپل هویتونه پټ کړي وو خو کله چې دوی پوه شول دا اکونټونه په پاکستاني مطبوعاتي ادارې پورې اړه لري نو د تړلو اقدام یې وکړ.

د پاکستان مطبوعاتي ادارې (ای ایس پي ار) تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

فکور نعیمي

Comments