فیسبوک د پاکستاني پوځ هغه پاڼې تړلي چې د سخت دریځۍ تبلیغات به یې کول

comments 0

هندوکش – پاکستان: فیسبوک د هند د سیاسي ګوندونو او د پاکستان پوځ پورې اړوند پاڼې وتړلې.
د ټولنیزې شبکې فیسبوک چارواکي وايي په هند او پاکستان کې یې ۷۱۲ اکونټونه، ۳۹۰ پاڼې او ۱۵ ګروپونه بند کړې دي.
هغوی وايي دغه پاڼې او اکونټونه یې توکم پالنې او تعصب ته د لمن وهلو په خاطر بندې کړې دي.
کانګرس ګوند پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د هغوی رسمي پاڼې نه دي تړل شوي او فیسبوک دې د هغو پاڼو لیست ورکړي چې دوی پورې تړلې ښودل شوي دي.
فیسبوک بیا په پاکستان کې د پوځ انستاګرام پاڼې هم بندې کړي خو پاکستاني پوځ تر اوسه پدې تړاو څه نه دي ویلي.
په نړیواله کچه پر فیسبوک نیوکې دي چې دغه ټولنیزه شبکه پر یوه سیاسي او توکم پاله شبکه بدلیدونکې ده او باید مخه یې ونیول شي.
دادان وزیري

Comments