فواد او ظریف د مدرسې له زده کړو تر جنسي استفادې

comments 0

هندوکش ــ کندهار: دا دوه هلکان د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي دي، يو محمد ظريف نومېږي د حاجي عمر زوی او دا بل فواد احمد نومېږي د لالي استاد زوی دی.
دوئ په کلي کې له ماشومتوب يو ځای سره اوسيدل د کورنۍ ميني او عزت مند ژوند څښتنان وو.
له ملا طيب سره تر پيژندګلوی ورسته بند تيمور کې مدرسې ته بيول کيږې.
مدرسې ته تر تګ ورسته له کورنۍ سره شخړې پيل کوي او له کوره غلا ته هم شروع کوي.
مدرسه کې سره له دې چې په نشه يې توکو روږدي کيږې د طالبانو ليکو ته د ورتلو لارښونه هم ورته کيږې.
دوی د ملا عبدالمنان په مرسته د کندهار ولايت ميانشين ولسوالۍ ته بيول کيږې، او هلته ملا شير علی آخوند چې د ميانشين ولسوالۍ د ذال تنګي اوسيدونکی دی او د شاوليکوټ ولسوالۍ په کړوي سيمه کې د طالبانو د يوه مرکز مشري کوي سپارل کيږې.
د سيمي ټول خلک د طالبانو د ياد سرګروپ له اخلاقي فساد خبر دي، فواد او ظريف نور د طالبانو د شهوت وسيله ګرځيدلي، دا هغه وخت دی چې په فواد او ظريف باندې با عزته ژوند ته د ورستنيدو ټولي لارې تړل شوي.
عبدالله اڅکزی

Comments