فلسطینیانو د اوربند غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش – فلسطین: فلسطینان له اسراييلي ځواکونو سره د اوربند غوښتونکي شول.
فلسطین دغه اوربند وروسته له هغې اعلان کړ چې اسراييلي ځواکونو د غزې تړانګې په بیلابیلو برخو هوايي بریدونه وکړل.
اسراييل وايي دغه بریدونه یې وروسته له هغې وکړل چې د فلسطیني وسله والو له لوري د اسراييلو پر خاوره توغندي وتوغول شول.
اسراييلي ځواکونو خبر ورکړی چې تر دمه یې د حماس ډلې ۳۵ مرکزونه په نښه کړي دي.
په غزې تړانګه کې له نږدې اوه اونیو راهیسې اسراييل ضد پراخ لاریونونه دوام لري.
په دغو لاریونونو کې تر دې دمه کابو اویا فلسطنیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.
محمد حنیف بیدار

Comments