فغانستان ته د پاکستان صادراتو کې بيرته زیاتوالی راغلی

comments 0

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنۍ وایي په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ډېر شوي دي او د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۳۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
په راپور کې راځي چې په دې توګه نو د تېر کلونو په پرتله افغانستان ته د صادراتو په کچه کې ۴۴ سلنه ډېروالی راغلی دی. په دې وروستیو کې پاکستاني سوداګرو پر خپل حکومت فشار راوړی چې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې سمې کړي.
ددوی په خبره د کشمکشونو او اړیکو د ترینګلتیا له امله پاکستاني سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.
په همدې لړ کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان امر کړی چې د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیا راولي او د تورخم دروازه شپه او ورځ د تګ راتګ پر مخ خلاصه کړي.
دادان وزیري

Comments