فرهنګي پالیسي جوړه شوه

comments 0

هندوکش – کابل: د اطلاعات او کلتور وزارت ملي او فرهنګي پالیسي جوړه کړه چې په اساس به یې فرهنګي میراثونه خوندي وي.
نوې پالیسۍ کې د فرهنګي میراثونو د خوندیتوب او ځوانانو د ژوند دبهبود تر څنګ نورې برخې هم شته چې تطبیق سره یې زیات پرمختګونه رامنځ ته کیدی شي.
د اطلاعات او کلتور وزارت کې تر دې وړاندې ملي او فرهنګي پالیسي نه وه او کلونه وروسته دا وزارت وتوانیده چې د تاریخي میراثونو د ساتنې پالیسي رامنځ ته کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، تراوسه پالیسي وروستۍ شوې نه ده او خلکو کولای شي خپل نظرونه پکې ورکړي.
په دې پآلیسۍ کې زیات جنجالونه و چې اوس حل شوي او هغوی چې مخالفت یې کو، قناعت ورکړل شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments