فرهاد: لویدیځو ولایتونو څلور زره حاجیان د آریانا په الوتکو کې سعودي عربستان ته واستول شي

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: ویل کیږي چې نن د هېواد د لویدیځ زون د حاجیانو لومړۍ ډله د هرات له هوايي ډګره سعودي عربستان ته الوتنه ترسره کړي.
جیلاني فرهاد د هرات د والي ویاند په یو بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې سږ کال به د هرات د 1700 حاجیانو په ګډون د لویدیځو ولایتونو ټول نېژدې څلور زره حاجیان د آریانا په الوتکو کې سعودي عربستان ته واستول شي.
د یادوني وړ ده چې سږکال اووم کال دی چې د لویدیځو ولایاتو حاجیان په مستقیم ډول د هرات له نړیوال هوايي ډګره د حج پر لور الوتنه ترسره کوي..
د ښاغلي فرهاد په خبره په پام کې ده چې ټول حاجیان تر 18 یا 20ورځو پورې مکه معظمه مقدس ښار ته ورسیږي.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply