فراه کې ۱۱ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – فراه: د فراه پولیس وایي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې یوولس طالبان وژل شوي دي.
د امنیه قومندانی ویاند محب الله محب وايې، پولیسو تیره شپه د پرچمن ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې د امنیت آمربابو عبدالرحیم صدیقی په مشری عملیات درلودل چې پرمهال يې یولس طالبان وژل شوي دي .
هغه وايې، دغه عملیاتو کې د دوی دوه ملګري هم ټپیان شوي دي .
دا عملیاتو د طالبانو څو قومندانانو پسې پيل شوي و چې د عملیاتو پرمهال له سیمې تښتیدلي و.
امیر حسین سلجوقي

Comments