فراه کې کمانډو ځواکونو عملیات کړي

comments 0

38 Views

هندوکش – فراه: فراه کې افغان کمانډو ځواکونو د طالبانو پرضد عملیات پيل کړي چې مرګ ژوبله هم لري.
د ملي اردو د دویمې لوا ویاند نورالحق خالقي وايې، دغه عملیات تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ په تقصیرک او سیاه ځنګل سیموکې شوي دي .
نوموړی وايې، د عملیاتو په مهال دېارلس طالبان وژل شوي اوشپږ نورټپيان دي .
هغه وايې، عملیاتو کې د طالبانو یو موټر او دوه موټر سایکلونه هم لمنځه تللي .
د خالقي په وینا، د طالبانو په ځوابې ډزو کې د دوی پنځه ملګري وژل شوي او لس نور ټپیان دي .
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments