فراه کې پر طالبان خپل ماین چاودلی

comments 0

هندوکش – فراه: راپورونه وایي، فرا کې دوه وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول او بلخ کې د طالبانو یو مالي مسول بیا نیول شوی دی.
کورنیو چارو وزارت لیکلي، د فرا بالابلوک ولسوالۍ ګنج اباد سیمه کې دوه طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي او پرچمن ولسوالۍ په مربوطاتو کې بیا د طالبانو یو ماین کشف او له منځه وړل شوی دی.
سرچېنې همداراز لیکلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تیره شپه دقاري عزیز په نوم د طالبانو د جلب، جذب او مالي مسول نیولی دی.
فراه هغه ولایت دی چې ځینو سیمو کې یې طالبان فعالیت کوي، خو نوی امنیه قومندان وايي، فراه به د طالبانو په هدیره بدله شي.
عاطفه مصمم

Comments