فراه کې پر طالبانو موټړ بم چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – فراه: فراه کې ځایي چارواکي وايي چې د طالبانو یو موټر هدف ته له رسیدو مخکې پر طالبانو چاودلی دې.
د امنیتي چارواکو په وینا، طالبانو غوښتل چې له چاودېدونکو موادو یو ډک موټر انتقال کړي چې هدف ته له رسېدو مخکې په خپله پر طالبانو چاودلی دی.
د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې څلور طالبان وژل شوي هم دي.
دا پېښه پرون یکشنبه مازیګر د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې شوې ده.
چارواکي زیاتوي له طالبانو پرته بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .
امیر حسین سلجوقي

Comments

Leave a Reply