فراه کې پر طالبانو عملیات شوي

comments 0

هندوکش – فراه: د فراه ولایت د مرکز اړوند ځینو سیمو کې افغان ځواکونو عملیات کړي دی.
په دې عملیاتو کې د مرکز اړوند شپږ سیمې له طالبانو پاکې شوي چې د فراه ښار ته ګواښ و.
د فراه امنیه قومندان رحمت الله صدیقي ډاډ ورکړی چې د طالبانو پرضد به یې عملیات دوام وکړي.
له دې سره یو ځای افغان ځواکونو د فراه لویه لار باندې عملیات کړي او هغه سیمو کې یې پرطالبانو بریدونه کړي چې غوښتل یې دا لار وتړي.
عاطفه مصمم

Comments