فراه کې وسله وال برید یو لوړ پوړې چارواکې وژل شوې دې

comments 0

3 Views

هندوکش – فراه: د فراه ولایت امنیه قوماندانې نه په لیږل شوي یو خبر کې راغلي چې د امنیه قوماندانۍ د ترورېزم پرضد د مبارزې د څانګې مرستیال پرون په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.
پیښه د فراه ولایت مقام تاییدو او د مطبوعاتې دفتر مشر ناصر مهري زیاتوي چې، عبدالجلال په داسې حال کې چې له دفتر څخه کورته روان و، د فراه ښار په دریمه ناحیه کې د نامعلومو وسله والو په ډزوو ووژل شو.
د نوموړي په وینا، چې د پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي.
د یادونې وړ ده چې فراه کې نا امني په دې وروستیو کې زیات شوي چې له امله یې خلکو کې ویره پارولې ده.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments