فراه کې هوايي عملیاتو له امله ددولت مخالفې ډلې ګن شمیر وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: فراه کې ځایي چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دولت مخالفې دلې تر پنځوسو ډیر کسان وژل شوي دي.
جنرال عبدالناصر هدایت د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان وویل، چې د تېرو درې ورځو عملیاتو په نتیجه کې چې تر ډېره پر دښمن هوایي بریدونه شوي، له ۵۰ زیات وسله‎وال مخالفین وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، زموږ په دغو هوایي بریدونو کې د دښمن ۵۱ تنه وژل شوي، ۲۱ تنه یې ټپیان شوي. نهه عرادې وسایل یې په بشپړ ډول له‎منځه تللي. دوه میله دهشکه او دغه راز یو زیات شمېر نورې وسلې او مهمات یې هم له‎منځه تللي دي.”
خو بلخوا بیا د فراه د ولایتي شورا د یو شمېر غړیو اندېښنه څرګنده کړې چې د جګړو لمن ورځ تر بلې د ښار څنډو ته را نژدې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د فراه ښار په یوې څنډه کې شنبې ورځ د ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر له خپلو دوو ملګرو سره ووژل شو.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply