فراه کې غله نیول شوي

comments 0

هندوکش – فراه: د فراه ولایت پولیسو دغه ولایت کې د وسله والو غلو  یوه اووه کسیزه ډله نیولې ده .

د فراه  د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو څانګې څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي غله د فراه اوهرات اوسېدونکي دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د پولیسو له لورې د مرکز اړوند شیخ آباد سیمه کې د یولړ ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

له  نیول شوو غلو څخه یومیل تفنګچه، څلور شاجوره، شپږ مبایلونه یوموټر اویوعراده موټرسایکل ترلاسه شوي دي.

پولیسو خبرداری ورکړی چې ټول هغه غله به یو یو ونیسي چې وروستیو کې تورن دي.

عاطفه مصمم

Comments