فراه کې د طالب قوماندان ملا عاصم په ګډون نهه طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ــ فراه: د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو د فراه ولایت په مرکز اړوند کوک اولیا سیمه کې د افغان ځواکونو په کاروان برید ترسره کړی، چې د افغان ځواکونو له ځوابیه برید سره مخامخ شول او په ترڅ کې یې د ملا عاصم په ګډون ۶تنه وژل شوي او۳تنه طالبان ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي، چې په یاده نښته کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
امیر حسین سلجوقي

Comments