فراه کې د طالبانو یو مرکز له منځه وړل شوی

comments 0

هندوکش – فراه: کورنیو چارو وزارت وایي، فراه کې د ترهګرو طالبانو د جګړییزو توکو یو پټنځای له منځه یوړل شو.
کورنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، تېره شپه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوالۍ په دیوار سرخ کلي کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د جګړییزو توکو او وسلو یو پټنځای له منځه وړل شوی.
په پټنځای کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر چاودېدونکي توکي، ۳۵ میله بېلابېلې وسلې او دوه عرادې موټر هم له منځه وړل شوي دي.
تېره ورځ بهرنیو ځواکونو هم د دې ولایت بکوا ولسوالۍ کې د طالبانو د نشه یی توکو فابریکې له منځه وړې وې.
په دې هوایي بریدونو کې ۱۸ طالبان وژل شوي و او ۱۰ نور ټپيآن و.
عاطفه مصمم

Comments