فراه کې د طالبانو ډله ییز برید ناکام شو

comments 0

هندوکش – فراه: د فرا بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو ډله ییز برید د هغوی په مرګ ژوبله پای ته ورسید.
یوې باوري سرچېنې وویل، طالبانو د ملي اردو او نظم عامه پر پوستو بریدونه وکړل چې د هوايي ځواک په رسیدو د فضل الحق وزیر په نوم د یو پاکستاني په ګډون د پنځو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې شول.
سرچېنه وايي، د طالبانو د یو قوماندان مستخبر په ګډون ۱۵ نور ټپیان شوي او دوه د ملي اردو سرتیري هم ټپیان دي.
سرچېنې همداراز خبر ورکړ چې د طالبانو یو ټانګ هم نیول شوی دی.
عاطفه مصمم

Comments