فراه کې د طالبانو درې ځایي قوماندانان ووژل شول

comments 0

هندوکش – فراه: ددفاع وزارت چارواکي وایي چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دولت مخالفې ډلې ۲۸ تنه وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، یاد عملیات چې د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې په لاره اچول شوي وو د دریو قوماندانانو په ګدون ۲۰ تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې درې موټره ، ۹ موتر سایکلونه، د مهماتو یوه ډیپو او لس میله سبکې او درنې وسله هم له منځه تللي دي.
تردې دمه طالب وسله والې ډلې په دې اړه څه نه ډي ویلي.
امیر حسین سلجوقي

Comments

Leave a Reply