فراه کې د طالبانو جګړو خلکو ته زیانونه اړولي دي

comments 0

هندوکش – فراه: فراه کې سیمه ییز خلک او ځایي چارواکي وایي چې د طالبانو په بریدونه کې عامه خلکو ته ګن شمیر مالي زیانونه اوښتي دي.
د چارواکو په وینا،‌ تر نږدې ۲۴ ساعته نښتې وروسته فراه ښار بیرته خوندي شوی،‌ او وسله‌وال له ښار څخه ایستل شوي؛ خو ځايي خلک وايي،‌ چې گڼو هټیو او سرایونو ته زیان رسیدلی دی.
د فراه والي بصیر سالنگي وايي، نن سهار پنځه بجې ټولې هغه سیمې تصفیه شوې چې تېره ورځ طالبانو نیولې وې.

د سالنگي په وینا اوس په ښار کې وضعیت عادي‌ دی او خلکو خپل کار او بار پيل کړې دی؛ خو د اوښتو زیانونو په اړه څه نه وايي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وايي،‌ د چهارشنبې په سهار وسله‌وال طالبان له ښار څخه و ایستل شول او اوس په ټول ښار کې وضعیت ارام دی.
د ده په خبره طالبان د افغان ځانگړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال مات شول او درنه مرگ ژوبله هم ورته اوښتې ده.
خو بلخوا بیا قاري یوسف احمدي د طالبانو وژل کیدل او له سیمې وتل ردوي او دا ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
امیر حسین سلجوقي

Comments